توره
راواخله
دود، دستوردې ختموي توره راواخله
له اسلام دې اړوي توره راواخله
په ((حقوق نسواني )) يې غلط نه شى
خويندې لوڼه شر موي توره راواخله
په عراق، کشمير،کابل ،اوفلسطين کښې
زمونږ وروڼه قتلوي توره راواخله
په قدم، قدم، يې خوردرته يودام دى
لاس اوپښې به دي تړي توره راواخله
کليوال اشنا! له خوبه رابيدارشه!
ګودرونه ورانوي ،توره راواخله
مسلمانه ! که په دين غيرت ونه کړي
خداى بۀ تاذليلوي، توره راواخله
سيف مومنده ! که جنت له خدايه غواړى
خامخايې درکوي توره راواخله