| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

سېف الرحمان محسود

پير بايزيد ته د پير روښان لقب

پير بايزيد يوه شپه خوب وليدو چې يو نېک سړې خلکو ته وائي چې بايزيد د هغه په خپل نوم سره مه بولئ په ډېر ادب سره ئې ميان بولئ. بله شپه ئې بيا خوب وليدو چې په يوه ځائ کښې خلک سره ناست دي زه هم ورغلم ټولو خلکو زما درناوې وکړ او ووئې ويل چې پير راغې، خو پير بايزيد په دې خوبونو عمل نه کولو تر څو چې د الله تعلی څخه ورته اواز و نه شي هغه وو چې څو ورځې وروسته ئې دوو تنو مريدانو اواز واورېدو چې اې ملګرو! تر دې وروسته بايزيد د هغه په خپل نوم سره مه بولئ ميان روښان او يا پير روښان ئې بولئ! د پير بايزيد دغه مريدان چې دا اواز ئې اورېدلې وو پير بايزيد ته راغلل او هغه ئې د دغې پېښې څخه خبر کړ او نور ملګري هم له دې الهام نه اګاه شول له دې وروسته ټولو ملګرو او يارانو پير بايزيد ميان روښان او پير روښان بللو.

چې روښان ئې شولو زړه د خدائ له ذکره
نوم ئې ومونده روښان د خدائ له فکره
پير روښان ئې شوه نامه تر قيامته
چې ئې زړه وومنور له رياضته
چې ئې زړه د حق له نوره مصفا شو
هر يو شې ورته معلوم د حق له خوا شو
خپله بېل ئې کړل نورې او نارې دواړه
حق باطل ئې کړل څرګند په امت واړه
ور ښکاره ئې کړې کږې او نېغې لارې
خپل ملګري ئې کړل پوئ د دين په چارې
انبياء هم نور د حق په نور وو
چې ليدلې ئې دا نور په کوه طور وو
مريدان ئې ملقب په رښاني شول
لکه ستوري له افتابه تاباني شول

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate