صاحبزاده
اختره راشه
راشه اختره کنډوالو ته راشه
اوس دباغوپه ځائې ميروته راشه
افغانستان نه قبرستان جوړشوے
دې غم ځپلو جګوغروته راشه
اختره ورشه شبرغان ته ورشه
دتورې بوړې قبرستان ته ورشه
قلعه جنګى دشت ليلى کښې پراته
په وينو لت پت ستاياران دى ورشه
دپاک اسلام په مقدسوشهيدانو سلام
دکيوبا جيل ټولوزنديانوسلام
غير دالله نه هم بل هيچا ته اميد نه لرى
دګونتا نامو په جريزه کښې په بنديانو سلام