| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

عبدالرؤف بي نوا

د سحر ستوري

 هر سحر را پورته کيږم
لکه خال غوندي ځليږم
کائناتو ته مسيږم
و هر چا ته ښه ښکاريږم

ښائسته ستوري د ميني
ده اسمان پر تندي باندي
تر نظر مي هر څه لاندي
پورته کښته په جهان کښي

جمادات که حيوانات دي
دا ټول وينمه تيريږم

څه قانون د دي جهان دي
ني وجود وجود په شاند دي
په سل ډوله نمايان دي
ګاه پسرلي ګاهي خزان دي

هيڅ تعبير ېي په ما نشي
ني عدم عدم ته ورته
کله يو کله بل رنګ وي
په يوه مځکه کښي ګورم

و تغئير تي حيرانيږم
دا ټول وينمه تيريږم

بيلي بيلي ننداري دي
بيا وحشت توري تياري دي
هر طرف سوي ناري دي
بل ساعت خاوري ايري دي

هر وخت کښي چه ځه ګورم
څه ګړي څه لار ليده شي
روغ ناروغ ېي پيژند نشي
يو ساعت به ښکلي ګل وي

د هر شي په حال خبريږم
دا ټول وينمه تيريږم

سپينه خوله په هوس خاندي
څملي پاس پر پالنګ باندي
چه پري وائي عالم ساندي
شي تر تورو خاورو لاندي

نن به ښکلي معشوقه وي
زلميتوب په ميو مسته
بيا دوهمه روځ ېي اورم
د بيباک فلک له لاسه

په حسرت حسرت ژړيږم
دا ټول وينمه تيريږم

ناکامه د عشق ليدلي
سري لمبي دي لګيدلي
مينان دي کړيدلي
په سرو سترګو ژړيدلي

ما په هره زمانه کښي
له بيلتونه په هر ځائي کښي
په شپو شپو ځما پلوشو ته
ځيګر سوي لالهانده

ځه ېي هم په اه ويليږم
دا ټول وينمه تيريږم

که څه تير شوله کلونه
تر حيوان ېي بد خويونه
بندګان ېي په زرګونه
دغوا ېي عبادتونه

ما انسان حيوان بيل نګړ
انسان وائي و ځان ته
کله خدائي له ځانه جوړ کړي
کله پست شي چي کوي به

په دي راز هيڅ نه پوهيږم
دا ټول وينمه تيريږم

ځيني لمر و ته نسکور وي
څوک بنده غلام د اور وي
د چا فکر دري څلور وي
مزهبونه لور په لور وي

ځيني بتو ته سجده کړي
څوک اوبو ته معبود وائي
څوک منکر بيخي له خدايه
هر انسان خپل مسلک ستائي

په کارو ېي ځه شرميږم
دا ټول وينمه تيريمږ

حقيقت کښي هيڅ نه ويني
په درواغو لري ميني
د شيطان پري کوي سپيني
تل به خوري د زړګي ويني

په ظاهره سترګه ور وي
د تقليد سکه زامن دي
غوليدو کښي هسي پاس دي
که بينا پکښي پيدا شي

له انسانه ويزاريږم
دا ټول وينمه تيريږم

خولي ېي وازي سخت ليوان دي
نه د چا سره خپلوان دي
هم پر دي ژړا خندان دي
مست په دي شراب روان دي

يو د بل غوښو ته وږي
نه په مرګ د چا ويشتلي
يتيم کونډه ژړوي تل
د خوارانو ويني وڅښي

پاس پر سر باندي څرکيږم
دا ټول وينمه تيريږم

د مغرب تري اقتباس وي
پر يورپ ئي انعکاس وي
له دا نورو پورته پاس وي
په احتياج د دوي دلاس وي

کله وينم چه شرق لوړ وي
تمدن خپور له اسيا نه
د اسلام بيرغ دنيا کښي
د جهان قومونه واړه

حريت باندي نازيږم
دا ټول وينمه تيريږم

بيا د بل د لاس غلام وي
ځيني پاته ننګ و نام وي
سور کافر ته په سلام وي
د دي قوم به څه انجام وي

خو دا بله روځ چي وينم
نه ېي شان ېي شوکت وي
د يوي ستني د پاره
ژوند ېي بيل نه وي له مرګه

په غمو کښي ېي نوليږم
دا ټول وينمه تيريږم

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate