ښار ناپرسان
امير رزاق ساحل
د غل باچا نظام وه او د غلو زان له وزير ؤ
د غلو ځان له وزير ؤ او د ملو زان له وزير ؤ
د لوخو د لرګو او د اوبو زان له وزير ؤ
د ماشو د مچانو د مېګو زان له وزير ؤ
د سپو زان له وزير ؤ او د خرو زان له وزير ؤ
په سترګه د سړي پکښ چا نۀ کتل انسان ته
بېګا په خوب کښ تلې وومه ښار ناپرسان ته
دا دلته چې مېله وي هلته داسې عدالت ؤ
د هر يو غرضي سره په لاس کښ حکومت ؤ
کالعدم حقيقت ؤ د دروغو سلطنت ؤ
قرآن به په بدل کښ شو خوړلې شهادت ؤ
رشوت پکښ بېخي حلال ګنړلې شو رحمت ؤ
موقع پکښ د هر لوټ او تاوان سوچه نعمت ؤ
رشتې و تعلق او غم ښادي ئې دې سود و زيان ته
بېګا په خوب کښ تلې وومه ښار ناپرسان ته
دولت چې به د ورکړو بدماشي به دې کوله
دافېل کړه هغه پاس کړه ماسټري به دې کوله
د سمګلنګ ملاوټ هېره پېري به دې کوله
دهوکې به دې کولې غداري به دې کوله
خو وروره د عوامو ليډري به دې کوله
رښتيا پکښ د پير مزهب کنزل ؤ دين ايمان ته
بېګا په خوب کښ تلې وومه ښار ناپرسان ته
کدو شان نمونه وه نۀ ترخه او نه خوګه وه
د يو سيز څۀ قاعده او څۀ اصول او معنې نه وه
بس ژبه ئې پښتو جالندهري ئې ترانه وه
چې نوم ئې محکمه وه نو د هر طرف نه غله وه
دفتر کښ د بجلې خو د ډيوې لاندې تياره وه
د هرې يوې ډډې سمه دمه قالدره وه
ما وې که زه په ويښه يم راغلې پاکستان ته
بېګا په خوب کښ تلې وومه ښار ناپرسان ته