| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

د پښتنو سندره

اورنګزيب عمرزوال

پيښور يونيورسټي

راځي چي د پښتنو نه په پښتو کښي تپوس وکړو
دا څه لوغران نه په لمبو کښي تپوس وکړو

هيا نه ده رواج په خير مستو کښي تپوس وکړو
وفا نه ده جفا تورو تيارو کښي تپوس وکړو

غيرت نه ده نفرت پټو پردو کښي تپوس وکړو
سيرت نه ده صورت په تماشو کښي تپوس وکړو

پټ خيږړه توره ننګه ناموس زړي قصي شولي
هستي نه ده نيستي په زمانو کښي تپوس وکړو

راځي چي د پښتنو نه په پښتو کښي تپوس وکړو
دا څه لوغران نه په لمبو کښي تپوس وکړو

نه پاک شوي نه پليط شوي دا به څه شي ابيته شوي
ده دين نه دا څادن شوي په مومنو اموښته شوي

نه تور شوي نه سپين شوي څه بيرنګه بي ساخته شوي
په دب باندي اوسيږي که کاره کاړي فاخته شوي

او ښارو خو ترنه لاړه ته ده زړه په رنځ اخته شوي
کارغه نه ده خپل تاږه په هيريدو کښي تپوس اوکړو

راځي چي د پښتنو نه په پښتو کښي تپوس وکړو
دا څه لوغران نه په لمبو کښي تپوس وکړو

دا څه درباندي وشوؤ چي ميراټه ده هجره شوي
ده غير په شان درنه پيغري دي ده سپکښي بيدوه شوه

دا ولي ايراني توره ده پيسه شوه کږه شوه
دا ولي ده شير شاه په کور کښي مړه بله ډيوه شوه

ښتوره پښتو ده خلته پوري سپيره شوه
بتوري نه ده خپل شان په هيريدو کښي تپوس وکړو

راځي چي د پښتنو نه په پښتو کښي تپوس وکړو
دا څه لوغران نه په لمبو کښي تپوس وکړو

خوږي ناوي خفه نه شي ترخه ويل رختيا دي
چي خپله لاره پريږدي هوښياران وائي رسواه وي

جدا چي زي ده سيله ده هغه په کور ېي غوغا وي
ازاد سنږه ازاد شوي چي غلام زهن ده ستا وي

چي کوم خواه ځي په کومه ځي جلب لاس کښي ده چا وي
طبيب نه ده پيښو په بيمارو کښي تپوس وکړو

راځي چي د پښتنو نه په پښتو کښي تپوس وکړو
دا څه لوغران نه په لمبو کښي تپوس وکړو

دا څه درنه ورک شوي دي په څه پسي خفه شوي
دا ولي دا په څه باندي تک سور شوي غصه شوي

کمزوري شوي تلي وهي په لاره کښي نشه شوي
دا خاورو سره خاوري شوي په تخت نه په تخته شوي

دا تانه ده ووري واخست عمرزوال سره لمبه شوي
ګد شوي به ګدر نه ډوبيدو کښي تپوس وکړو

راځي چي د پښتنو نه په پښتو کښي تپوس وکړو
دا څه لوغران نه په لمبو کښي تپوس وکړو

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate