پير روښان
د الله شکر
کله چې الله جل
جلالهو بايزيد ته د ذات د معرفت ځان بېن بصيرت ور وبخښلو د (لارئيت شئ الاقد رئيت
فيه) مشاهده ورته وشوه او (اقرب الانسان من جسد الانسان) ورباندې مشکوف شو نو د
الله شکر ئې ويوست او د حال ژبې ئې دغه معنې زمزمه کړه:
په هر خوا کښې بحر
وينمه عيان
خوله سترګو دې د سر څخه پنهان
نه ئې بل چېرې مثال شته نه ئې رنګ شته
چې مثال او رنګ ئې کړم درته بيان
د زړه سترګې غړوم چې په هر لوري
راته ښکاري په هر ځائ په هر مکان
زه په بحر کښې او بحر وو په ما کښې
نا اګاه ومه له ځانه د خپل ځان
که پوښتې چې د درياب او به دې چيري؟
نشان نلري چې در ئې کړم نشان
ما خپسر لرې ګڼلی وو له ده نه
خو ته ځانه وو نژدې راته جانان
زه غره وم پخپل ځان چې مسلمان يم
خو په ما کښې يوه ذره نه وو ايمان
چې ګمان مې له زړه وووت ايمان راغې
په ايمان مې ګو پرده وه د ګمان
چې د غېر ګمان مې لاړ يقين مې وشو
په يقين مې سود موندلو هم آمان
غېر مې وليدو معدوم په دواړه سرايه
لېس فی دارېن الاان ديان
که له تا و کا تپوس چې احسان څه دې؟
دا چې ذات وينې د حق په هر زمان
ستر ګور دې هغه څوک چې حق ورښکاري
چې حق نه ويني خو ړوند دې په چشمان
په هر ځائ کښې دې اوبه چې ورته ګورم
لاهو کړی دې درياب دواړه جهان
په دې بحر ئې دې ژواک هر چې ژوندې دی
که ګدا دې که څوک خان او که سلطان
اې مخلصه د مسکين قول باور کړه
په هر څه کښې ګوره حق مه کړه ګمان