کله چې باېزيد د هر شي په ثنا وئېلو پوئ شو نو د دغه مقام يعني قربت د حال و ماضي احوال ئې په دې بېتونو کښې وکښل:
هغه وخت چې زه
غافل او بې خبر وم
د څاروي غوندې بې فهمه کورو کر وم
زه د حق په ياد او ذکر مشغول نه وم
لکه د يو ياد د په عقل معقول نه وم
په بيان د خدائ د وېرې چې خبر شوم
د چار پايو څخه ووتم بهر شوم
چې ثنا ذکر آغاز کړل کوم زمان ما
هم په روح او هم په زړه هم په زبان ما
ملائکو غوندې زه ملکوتي شوم
له ګناه جهل نه پاک شوم لاهوتي شوم
که لګيا وم په الله الله سبق زه
خو غافل وم د وجود هستئ د حق زه
چې په پټ ذکر او ياد وکړه بنا ما
هر څه ترک کړل له الله څخه سوا ما
د يقين په سترګو حق راته عيان شو
دين څرګند شو کفر محوه شو پنهان شو
هر يو شې مې وليدلو په درياب کښې
هم قايم او هم ژوندې په دغه آب کښې
چې تر غوږ رارسېدلې هر آواز دې
هر آواز له دغه بحر نه آغاز دې
د هر غږ مې تسبيحاتو ته چې پام شو
قهر رحم ئې جدا، جدا نظام شو
چې حاصل مې قرب د حق شو و قريب شوم
هم اقرب شوم هم سامع شوم هم لبيب شوم