| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

کرزئ ده قندهاردی

د امريکا په زور راغلئ څه واکدار دی
وائي کرزئ د قندهار دی

په کابينه کې ئې څو غله داړماران شامل کړه
لاسونه ئې سره د بل په وينو قاتلان شامل کړه
دا وينې څکونکي د ملت څو دښمنان شامل کړه
دا خلک وپوښتی چه څوک ئې طرفدار دی

وائي کرزئ د قندهار دی

د مجاهد او ملحد د واړو گډ پلان وگوری
داسې ملنډې مسخرې نن په افغان وگوری
دا وطن وران وايه په څه دا شهيدان وگوری
دا ئې څه لوبې شروع کړي دا څه کار دی

وائي کرزئ د قندهار دی

ددوي پې څه چه بې گناه په قندهار مري
يا په قندوز او پکتيا او ننگرهار مري
خېر که افغان ولس هرچېرته په بمبارد مري
هسې دی ناست دی په چوکۍ د بل اختيار دی

وائي کرزئ د قندهار دی

په سرنوشت زمونږه لوبې بهرنيان کوي
دا به تر څو په مونږ د نورو گوډاگيان کوي
څو به ظلمونه په مظلوم دا ظالمان کوي
چې خاينانو ته قدرت ورکي غدار دی

وائي کرزی د قندهار دی

خلگ به تر کومه غولوي قره قولۍ باندې
يا په چپنه او پکول، شخه لونگۍ باندې
کله چلېږي داسې خلگ په دوه رنگۍ باندې
په لباسو څوک نه غولېږي چې هوښيار دی

وائي کرزی د قندهار دی

کارمل پدې باندې مجرم ؤ چې روسانو راوست
چې ئې قدرت له لاسه ورکه بهرنيانو راوست
وائي د نورو گوډ کې ؤ گوډاگيانو راوست
دی هم پردو دلته راوستئ بل ئې يار دی

وائي کرزی د قندهار دی

دا يو متل چې پردئ کټ تر نيمو شپو وي ياره
د غلام شاته به بادار وائې ترڅو وي ياره
چې بادار تښتي گوډاگئ هم په وتو وي ياره
هغه به تل وي چې پخپل مټ استوار دی

وائي کرزی د قندهار دی

اړمه څو چې د قدرت رسي ريښتيا وليکه
له چا نه مه وېرېږه دغه په هر چا وليکه
که وي په تا کې يا په بل هم ئې په ما وليکه
افغان ولس دی مين شوئ په اشعار دی

وائي کرزی د قندهار دی

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate