Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

پير حيدري ته

مير عالم نويد

تۀ دوحشت دې تورو شپو ته سپين سبالټوه
مونږ به دې هردم اوپه هرقدم ملګرى اوسو

تۀ ددې وخت دې فرعونانو ته موسى لټوه
مونږ به دې هردم اوپه هرقدم ملګرى اوسو

تۀ دقلم جهاد جارى ساته ستومان پرې نه شې
مونږ به داستا په قربانيو سترګې پټې نه کړو

ته دې دحق ژبه ګويا ساته پښيمان پرې نه شې
مونږ به داستا په قربانيو سترګې پټې نه کړو

تۀ درنځور ملت زخمونو ته دوا لټوه
مونږ به دې هردم اوپه هرقدم ملګرى اوسو

ته دمنصور پشانتې دار او دلدار يووګڼه
مونږ به داستا په نوم نازيږو مدام

ته دې تيارۀ تيارۀ ماحول لره رڼا لټوه
مونږ به دې هردم اوپه هرقدم ملګرى اوسو

تۀ څراغونه دحق بل ساته ملت دپاره
مونږبه دغل اوسازڅهرې پيژنو

تۀ پرې دا درست وطن رڼا ساته وحدت دپاره
مونږ به دغزل اوسازڅهرې پيژنو

ته مو وطن ته پيره ،سوله په رښتيا لټوه
مونږبه دې هردم اوپه هرقدم ملګرى اوسو