د حيا ډکه پښتنه ده پښتو
د پښتنو د سر شمله ده پښتو
چۍ غيرت په ځائې کښۍ سر ورکوۍ
ځکه خو ما وته درنه ده پښتو
ويمه پښتو زه هم پښتو ليکمه
زما هم تن دۍ هم جامه ده پښتو
د حيا ځائې کښۍ حيا ناکه ښکارۍ
بۍ حيا ځائې کښۍ سره لمبه ده پښتو
چۍ بۍ پښتو وۍ بۍ پردې به ګرځۍ
پښتنۍ پيغلۍ له پرده ده پښتو