![]() |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak | |
د اروزگان خونړۍ واده
لاسونه په نکريزو هلته چا په وينو سره کړه
ښکاره
شو د وفا لباس کې راغئ خو جفا کړي
دا
تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟
څه روس په وينو سره کړه ،څه امريکا په وينو سره
کړه
بمونه
دې گذار کړه خوېندې مېندې مو دې مړې کړې
دا
تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟
دا ټول دې د واده ډولئ تر خوا په وينو سره کړه
په
يو او په بل نوم باندې مو وژني ښه پوهېږم
دا
تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟
نا حقه دې په کور کې ناوې شاه په وينو سره کړه
کسات
مې درنه اخلم د افغان بچی يم پوه شه
دا
تا په وينو سره کړه او که ما په وينو سره کړه؟
دروغ نه وايمه ريښتيا دی، تا ريښتيا په وينو سره
کړه
لاسونه
په نکريزو هلته چا په وينو سره کړه
¯²{{{{²¯ |
||||||||
![]()
![]() ![]() ![]() |