Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

د اخلاق ګل دسته پښتو

نصر الله خان نصر

ګلدسته دخواخلاقو موپښتوده
وروڼو ته چې دتيرو او جنمبو ده
شريعت چې محيط شوى ئې پښتوکښې
ځکه خوښه داپښتو دپښتنو ده

دشاهين سبق چې ښائى خپل اولادته
داپښتودغاړوغرونو سردروده
دپښتو دغيرت ونه نه وچيږى
خړوب کړى دشيرشاه دتيغ اوبو ده

چې په وخت داستقلال کاندى بخښنه
داخاصه دپښتنو ښکلو زلموده
پښتوڅه ده دپت حياميرمن ده
ځکه نصر راځائې کړى په ليموده