Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

د ننگېالو په وطن

د ننگېالو په وطن څه لوبې اغيار کوي
څه ئې چې زړه غواړي هغه پخپل اختيار کوي

څوټنگه سري ئې پېدا کړه په پېسو اخيستي
د خپلو گټو پخاطر هر يخوا بمبارد کوي

د خوېندو مېندو په کيسه کې ندی وروڼه وژني
د گران هېواد په ورانېدو کې مې تلوار کوي

په کنډواله وطن کې ځانته خزانې لټوي
روس ،امريکا دلته زمونږ په سر قمار کوي

چې د وطن احساس او مينه ئې پزړه کې نه وي
داسې خاين پخپله خاوره کې لوټمار کوي

د پت عزت دښمنو څومره بې پتي پېښه کړه
ځما د ننگ په سيمه هر بې ننگ گذار کوي

په وينوسره لاسونه ښکاري لا مظلوم له وينو
په ورور وژنه لوټماريو افتخار کوي

ظالم زمونږ غوښې په سيخ کړې ترې کباب جوړوي
ناسته په مزو کې د دښمن سره بانډار کوي

دوي دې دا وکړي خېر، د هر ظلم انجام شته دی
ددې بې پتو ملگري کله پت يار کوي

چې هر سړی حساب ته کش د عدالت نظام شي
اړم ددې ورځې راتلو ته انتظار کوي