پير روښان
د موحد لټون
موحد مې پېدا نه
کړ اې کارسازه
چې خبر ئې کړم د زړه له پټه رازه
ناقرار زړګې مې تل دې ناقراره
قرار ور کړې اې قادره کردګاره
د مجاز اهل زده نه دي له توحيده
چې خبر ئې کړم له پټ ګفت وشنيده
د مجاز اهل د لارې ماشومان دي
بېهوده مين په ګوئ او په چوګان دي
بالغانو ته صفت کړه د سپوږميه
چې پوهېږي په باريکه په نريه
په کلام د موحد هغه پوهېږي
ګل او خار چې ورته يو رنګ معلومېږي
که په باغ او بڼ ازغي وي که ګلونه
په ښاخونو که طوطيان وي که ورغونه
موحد ويني هر څه له يوه صورته
چې څرګند ئې کړلو ځان په څو صفته
يو اوبه دې چې ازغي کا هم ګلان کۀ
که په رنګ ئې لون لون هزاران کۀ
له يوه بحر نه موجونه په څپو دي
له يوه آبه ګلزارونه د سپرلو دي
دا مواجو کثرت دا رنګ نمايان شو
په څورنګه صورت يو وجود يو ځان شو
سره يو کړه هر چې دې له عددونو
روغه راوله د ګردو اضدادونو
عددنوه واړه پرېږده وحدت واخله
د مشفق او مهربان نصيحت واخله
په دوئي کښې خو بلا ده او آفت دې
په نېستي کښې د وجود لوئ عظمت دې
لکه څاڅکي په درياب کښې غوطه زن شه
په دالوئ درياب کښې مېشت په خپل وطن شه
بايزيد بادشاه چې بحر شو درياب شو
دا جهان ئې د خپسر د ځګ حباب شو
چې په ذکر کښې شو کل د کردګار خپل
لکه ځان به ويني ګل دې او که خار خپل
حق ارواح ئې د ښکلا او خلق ئې تن دي
په نظر د مسکين لمر غوندې روشن دې