Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

عبدل لطيف منت بار

د پښتون سلګۍ

يوه توره تاريکى وه چې ژوندون سلګۍ وهلې
کمونيست ؤ په قدرت کښې خو پښتون سلګۍ وهلې
سرقلم ؤ ژوند برهم ؤ په انسان لوبې کيدلې
زندانونو کښې مدام به سباؤن سلګۍ وهلې

دپوښتنې مور خو مړه وه ټول وطن پردے پردے ؤ
دسبا په انتظار کښې نن پرون سلګۍ وهلې
په ګلشن اوچمنو کښې بورا ګان وو راټول شوى
بلبلان په چغو سرو او سمون سلګۍ وهلې

د افغان په ښکلې خاوره کمونيزم په قدرت ؤ
زور زياتى ؤ زور اخستے وړکتون سلګۍ وهلې
لوئې افت ؤ نازل شوے په همدې سپيځلې خاوره
دليلى کور ؤ لوټ شوے اومجنون سلګۍ وهلې

بې له جرمه به سزا وه قانون هم ؤ کډه کړې
دجنون په زمانه کښې به ګډون سلګۍ وهلې
خو محکومه په زوال شوه ښۀ ئې ګوره "منت باره"
په همدغه بې سرۍ کښې ستا مضمون سلګۍ وهلې