مطيع الله تراب
د خېبر تارتاره
تۀ کۀ دخيبر په تاتروباندې ختلے شې
ماته هم شمشاد نه دهر چا لمنې ښکارى
تاکښې کۀ خيبره دحمزه دوينو سرۀ ښکارى
هر خوا دسپين غر نه دبابا لمنې ښکارى
زۀ درته خيبر وايمه تۀ راته سقر وائې
هسې مو ترمنځ دارتفاع لمنې ښکارى
تاته دې خيبره خړه خاوره دسرو زرو شى
خير دے کۀ زمونږه په بيديا لمنې ښکارى
دتورخم دعنوان لاندې نظم هم يوه ښکلى منظر کشى ده
چيرته کښې وير چيرته خندا وينمه
چا شونډې سرې او چا ششې وخوړې
کۀ په تار اغله بيا دې نرګڼمه
يادې بچو سړې تودې وخوړې
اے دخالد بې اتفاقه قامه
برشولې ورک کوزو سکنجې وخوړې
زۀ دماښام په بانګ غلط شوم لږ څه
دوى په رڼا ورځې روژې وخوړې