خوړلي
عبدالمتين متين
اے د افغان خاورې دښمنه واوره
دې خاورې تل خپل دښمان خوړلى
که درته دروغ ښکارى پوښتنه وکړه
دې حمله وره ظالمان خوړلى
چې ئې لښکرې ورتاله ترغې کړې
دې چنګيزيان دې مغليان خوړلى
دهند جيپال ته ئې چونډۍ ماتې کړې
دې هم هندو او هم سکهان خوړلى
دې دايران ګرګين فوځيان خوړلى
چې دستا سيال ؤ ځان ئې بره ګاڼۀ
دې دغروره ډک روسان خوړلى
خپله فاتحه ده فاتحان نه منى
دې هميشه نورفاتحان خوړلى
وائى متين خيردې وتوکښې وينم
ګنې دې ډيرډير ستاپه شان خوړلى