| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

د امامانو مياشت

امير حمزه شنواري

د شهيدانو رب په نامه

د نوي هجري قمري کال، د امامانو د مياشتې و د عاشورې د غميزې په شروع کېدو ټولو مسلمانانو او په تېره بيا پښتنو وروڼو خوېنو ته خپله خوا خوږی څرګندوو

اوښکې کډې باروي طوفان د غم شو
شو تازه د زړه زخونه محرم شو
يو په دوه مې په دې غم د زړګي دم شو
لا سوا مې له دې دمه د زړۀ غم شو

نن به نه ګڼې دا کال چې پرونې دې
ګويا هر پروسه کال ئې سږنې دې
ابتدا د غم کومه نوې کال دې
په اول چې زړۀ خفه شي بيا خوشحال دې

څوک چې ډېر د امام غم کا ډېر خوشحال شي
د ايمان شجر په دې اوښکو نهال شي
د سرور لباس ګنډلې په ملال شي
نقصانونه پېوندونه د کمال شي

لوئ زنځير د رسالت ورته نظر کړه
سلسلې د هدايت ورته نظر کړه
ولايت و امامت ورته نظر کړه
له شروع نه نهايت ورته نظر کړه
انبياء خو همېشه د تخم کر کړه
امامان ئې بيا په وينو اوبۀ خور کړه

چې اسلام له محمد (ص) مکمل شو
خود په خپله په نبيانو کې افضل شو

که نيکۀ په انبياؤ کې بهتر ؤ
نو نمسې په امامانو کښې سرور ؤ
که نيکۀ د انبياؤ د اسمان نمر ؤ
نو نمسې په قرباني کې روڼ قمر ؤ
که نيکۀ په رسالت کې لاثاني ؤ
نو نمسې په قرباني کې لافاني ؤ

قرباني ئې بيا هم داسې قرباني وه
خود په خپله چې خپل ځان لره ثاني وه
لوږه تنده لاچارې او پرېشاني وه
د نېزو او غشو تورو ارزاني وه

اوس هغه په دوه اوياؤ کې ناجي ده
چې له صدقه حسني او حسېني ده

اهلبېت پښتو اکېډمي
پوسټ پکس 346، پېښور، پښتونخواه

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate