Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

ارواښاد ګل پاچا الفت

دلته که اوسېږې تۀ

وران کار به ودان ګڼې دلته کۀ اوسيږې تۀ
حق ويل به زيان ګڼې دلته کۀ اوسيږې تۀ

ټيټ خلق به جګ ګڼې ناست کۀ په جګ ځائې کښې ؤ
زمکه به اسمان ګڼې دلته کۀ اوسيږې تۀ

ورځې ته به شپه وائې چاکه ورته شپه ويل
سپين به تور شيان ګڼې دلته کۀ اوسيږې تۀ

ټيټ خلق به جګ ګڼې ناست کۀ په جګ ځائې کښې ؤ
زمکه به اسمان ګڼې دلته کۀ اوسيږې تۀ

خلق که هر څه وائې تۀ به صفتونه کړې
هر يو به لقمان ګڼې دلته کۀ اوسيږې تۀ