شاه حسېن دے، بادشاه حسېن دے
دين حسېن دے، دېن پناه حسېن
دے
سر يې کړو قربان خو لاس يې ورنکړ يزېد ته
بې شکه
بنا د لا اله حسېن دے
دا هغه حسېن دے چې سردار دے د
جنت
نن چې بې وطنه يکتنها حسېن دے
دا هغه حسېن
دے چې کيشتۍ ده د نجات
ګېر چې په طوفان د کربلا حسېن دے
دا هغه حسېن چې د جنت په جامه پټ ؤ
پروت نن بې کفنه په بېديا حسېن دے
دا هغه
حسېن چې ناست په مهر نبوت ؤ
لوغړی خاورو وينو کې آ دا حسېن دے؟
ولې يې امت داسې په وينو نه مړيږی؟
ځکه چې بچے د
مرتضی حسېن دے
وې ښودو لباس کې د اسلام، کفر
الحاد
غېږ کې لوبېدلے د زهرا حسېن
دے
دين ته د نيکۀ له غرقېدو يې نجات ورکړ
دا
ښکلے بچے د مصطفی حسين دے
ډوب يې کړو باطل د خپلو وينو په سېلاب
دغه حق امام زما او ستا حسېن دے
درس د کربلا
لپاره ټول انسانيت دے
هيڅ محدوده نه دے د هر چا حسېن
دے
نن شاهينه واړه يزيديان اسلام ته يو دی
مـــه
کــړه هيڅ پــــروا چــې رهنمــا حسېن دے