مظلوم مسلمان
فيروز اپريدے
دا کونډې يتيمان ببرسرونه په هر لورى
تارتارشو حجابونه عصمتونه شوسرتورى
دجبر تيندکونه خورى بې کوره شوبې سيورى
ګولۍ لکه باران دغاصبانو په دوى اورى
نن خاورې شو هغه چې ووپرون ددوى غمخورى
طلب کوى دمرستې اوس زمونږ په طرف ګورى
چکۍ د استحصال کښې شو بې بسه اوکمزورى
ژړا د دوى په حال کوى دازمکه اسمان ستورى
فريادکوى هرچاته دوحشت نه امان غواړى
ګناه ئې فقط دا چې ازادى دخپل ځان غواړى
نن نۀ يوازې دا چې دکشمير مظلومان ژاړى
لکونه چې پرون شو دکابل يتيمان ژاړى
بې مرستې، بې اسرې په فلپائن کښې غازيان ژاړى
زرې زرې د ژوبل فلسطين مسلمان ژاړى
په بوسنيا او عراق کښې ښځې نر ماشومان ژاړى
په پنجه دالحاد کښې ستاناموس اوايمان ژاړى
تاريخ دشهيدانو ستاپه حال ناتوان ژاړى
سنګر د وطن ژاړى توره ډال او ميدان ژاړى
دښمن وپيژنه اےمسلمانه که پوهيږې
ترڅو به دالحاد په ميچنونو کښې دل کيږې
ترڅو پورې وجود چې دماسکواوواشنګټن وى
ترهغې به خطره ستاسو دتن اودوطن وى
ترڅو چې داغيار پرکټيان اوچاپلوسان وى
ترهغې به خطره ستاسو ددين اود ايمان وى
ترڅو پورې خوشبين چې دامکروه نظام دروس وى
ترهغې به خطره ستادحياء اودناموس وى
ترڅوچې تالى څټ دامريکې په شخوندعادت وى
ترهغې به خطره ستادمذهب اوشريعت وى
ترڅو چې په ذهنو توغلبه دغلامۍ وى
ترهغې به خطره ستا دوطن دازادۍ وى
ترڅو چې په سوچونو کښې امد دکثافت وى
ترهغې به خطره ستا دتهذيب اوثقافت وى
ترڅو پورې غيرت اوخودارى چې ستا ژوبل وى
ترهغې به داستا دتقدير واک اختيارد بل وى
ترڅو چې دې په زړۀ کښې دجذباتو امتحان وى
ترهغې به خطره ستاسو دمينې اوجانان وى
ترڅوچې په شعورکښې دې خوف ويره دالحادوى
ترهغې به خطره ستاسو جذبوته دجهاد وى
ترڅوچې دې سوچونه اوفکرونه پناه ګيروى
ترهغې به خطره ستاداحساس اودضمير وى
نوراځئ ……
راځئ چې لته ورکړو نن ماسکو او واشنګټن ته
راځئ چې سره يو شونن ددين اسلام دښمن ته
راځئ چې په کشمير کښې دمظلوم کړو اوښکې پاکې
راځئ چې دهندو په زړګى جوړې کړوتڼاکې
راځئ چې اسرائيل لره يوموټے او يولاس شو
راځئ دفلسطين سره چې ورونه په اخلاص شو
راځئ چې دکابل ديتيمانو مسيحاشو
راځئ چې ثمرقند اوبخارا لره دواشو
راځئ چې دنړۍ دمسلمان سره توکل کړو
راځئ چې سومنات اوليلن ګراډ په پښو کښې دل کړو
راځئ چې په فلپائن کښې دغازيانو سره مل شو
راځئ چې په اوربل کښې داسلام دناوې ګل شو
راځئ چې پرکټيانو لره تندر داسمان شو
راځئ چې دابليس ملګرى ختم کړو غازيان شو
راځئ چې داسلام دپاره وشيندو سرونه
راځئ په وينه سرۀ چې ددښمن کړو سنګرونه
راځئ چې داسلافوشهيدانو روح خوشحال کړو
راځئ چې دباطل خلاف اوچت نن توره ډال کړو
راځئ که امن غواړئ اودامن ملګرتياکړئ
اسلامى انقلاباتو ته ځانونه په تابيا کړئ