Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

نور محمد غفورې

 فلک ته  

نن دې بيا شونډې زما په وينو سرې کړې
اې فلکه ته په ما دا څه کانې کړې 

که زما د تودې وينې سرخې نه وې
رنګينه به دې په څه شې اننګې کړې

دا خپل زور دې په ما ازمويه اوګوره
اخر به ما ازموده د زمانې کړې

بيا به هم د سمندر غوندې ژوندون کړم
که له پاسه مې په سر بلۍ لمبې کړې

د خپل نوې خيال نيشه مۍ راسره ده
پرواه نکړې که دې ورانې ميخانې کړې

نر تندې به کله چا ته کښته نشې
بې همتو به بتانو ته سجدې کړې

دا ځما د ارمانو سپرلې به راشې
ته که هر څومره د ژمې شپې اومدې کړې