| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

اياز داؤدزې

اې سپوږمې

 دا نظم اياز داؤدزې صېب په اسلام آباد کښ يوه ادبي غونډه (ادب مئينان) کښ دوئ په خپله وئلې ده. دا يو آزاد نظم دې او دوئ په 10 ستمبر 1968 کښ ليکلې ده.

زما دخيال افاقيت بۀ څه وى
ستا دوجود رومانيت که نۀ وى
اوبيا وائى
ستاپه رڼا باندې وو روڼ خيالونه
تۀ دښکلا يوعلامت وې کنه
تۀ دشاعر دخيال جنت وې کن
ستادنامې نه مدام
هغه احساس هغه جذبې زيږيدې
چې بې نامى دې هيڅ نامه نۀ لرى
چې هيڅ وجود نۀ لرى، چې هيڅ جامه نۀ لرى

دا روڼ تندے دې لږ راښکته کړه تۀ
چې چرته لرې ډيره لرې چرته
ددې ظالم عقل نه لرې چرته
بله سپوږمۍ بله ښکلا ووينم
چې دښکلا نه بغير
ژوند يوعذاب دے کنه

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate