Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

بېټ بابا

سهېل احمد بېټني

پيــــــــر فقيـــــــر ولي الله ؤ بېټ بـــــابــــــا
لوئ سړې ؤ رهنمــــــــــا و بېټ بـــــابــــــــا

يــــــــو فقير ؤ، مفکـــــــــــــر ؤ هم غوثي ؤ
بـــــــــــل بنياد د شعراء ؤ بېټ بـــــــابــــــــا

ترې قربـــان شمه غوثيان پۀ دنيا ډېر دي
خو زمونږ بېټ بـــــــابــــــا ؤ بېټ بـــــابـــــا

هر ګفتار ئې د پښتون پۀ غم کښې ژاړي
پۀ پښتو بــــــــاندې فدا ؤ بېټ بـــــــابــــــا

شپه او ورځ به ذکر فکر کښې مشغــول ؤ
ذاکرين د پـــــــاک مولا ؤ بېټ بـــــابـــــــــا

که بــــــابــــــا دې کـــــــه نيکۀ د بېټنو دې
څوک بـــــــه څۀ وائي د چا ؤ بېټ بـــــابــــا

هسې نــــــــــۀ چې سود او زيان نه ناخبر ؤ
پۀ هر څۀ پوهېدو دانــــا ؤ بېټ بـــــــابـــــــا

تورې زلفې بـــــــــه د تــــا پـــۀ ګوتو راشي
ښکليه يـــــــــاره که زمـــــا ؤ بېټ بــــابــــــا

خدايــــــه ورکـــــــــړې ورله ښکلي جنتونه
پــــــرهېزګاره د دنيـــــــــا ؤ بېټ بـــــــابــــــا

درست پښتون ورباندې فخر کړي رحمته
بــــــــا وقــــــاره شهنشـــــاه ؤ بېټ بــــابــــــا