لاندې ورکړې شوې نظم د والي سوات په زمانه ليکلې شوې دې
د دې قــــــــــــــــــامه د کينو فتنو غضب لاړ
چـــــــه رحمت راغې غضب د غني رب لاړ
د انصاف دور قايم په سوات بونېر شــــه
د غضب هغه دوران د خلقو هېر شــــــــــــــه
د امير المؤمنين پــــــــــــــــــــــه دوران کښې
هيڅ کمې نشته په قدر د افغـــــــــان کښې
د دې امــــــــــن د امـــــــــــان نشته مثـــــــــــال
سوات جنت دې که څوک وکي ورته خيال
په دنيا کښې هم جنت وي هغه زمـــــــــــکه
چه هيڅوک څه بد غرض پـــــــه هيچا نکه
په يو حد هم د سلطان د ريـــــــاست کښې
بې امني نشته هر ګز په يو ساعت کښې
د ارام ژوندون نصيب اوس د هر چــا دې
د رحمت سورې سلطان د پاک مولی دې
په دعا زېب سر تــــــــــــــــه پورته کــــــه لاس
د خپل رب په در کښـــــــــــــې وکه التماس
چـــــــــــــــــــــه امير المؤمنين عبدالــــــــــودود
چـــــــــــــــه دې سورې د رحمت د رب معبود
دې هــــــــــــــم غواړي ترقي د پښتون قـــــــام
تل باقي دې وي هم دې هم د ده نـــــــــــــــــــــام
هم د ده خــــــــــــــاندان دې بـــــــــــــــــرقرار وي
جهانزېب دې ګـــــــــــــــــــــــــل د هر ګلذار وي