Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

د احداد جنګ قيصه

د احداد جګړې په باره کښې د مثنوي دغه اشعار د هغو مثنوی اشعارو پاتې برخه د کوم چې (پير بايزيد ته د پير روښان لقب) تر عنوان لاندې راغلې دی.

 په جهان کښې روښانيان ای برادره
په جګړه کښې دی تر هر چا زوروره
په جهاد کښې که د نفس يا د مېدان دی
د دښمن په څټ سواره لکه زمريان دی
ان په شان د اصحاباؤ د رسول ص دی
يو يا دوه تنه د ګرد لښکر په تول دی
دا خبره لکه لمر غوندې روښانه
دروغجنه به ئې بولی بې ايمانه
چې بقا ګڼي د مرګ له برکته
ځی به جنګ ته هغه وړاندې تر نوبته
چې له مرګه پخوا ؤ مري تر مرګ تېر شي
په لښکر ور ګډ د مست هاتي په څېر شي
چې په مرګ کښې خبردار شوله ژوندونه
په دا مرګ شو خلاص د مړينې له زبونه
هر سهر ماښام مرګې غواړي وځان ته
نه ئې ديو و د د ته پام وي نه ئې زيان ته