ژوند لکه د پخو ګل په هوا شو ته رانغلی
هر څه مو لاړ چور او تالا شـو ته رانغلی
دومره بدرنګ هم نیو کله تا نه چی هـیریو
مونږه او خوښی سره جـودا شو ته رانغلی
هر خیال او ارمان مولاړ بندیـوان دغم شو
زړونه تش له خوښی اوخندا شو ته رانغلی
سآ اخلو له نا چاری څخه پراته لکه لا شیو
زمونږه ژوند دهر چا د خندا شو ته رانغلی
تیاره ده له هر خوانـه ماتم ده لاره ده ورکه
په مونږه میلمه غمونه د دنیا شو تـه رانغلی
له کوفارو ګـیله نکړو ملګری د شیطان دی
خوراک د دوی دهر بم اوغلا شو ته رانغلی
د شیخانو او مولایانو د پیتوو اوغرغرو ښکارشو
مونږ دهر ظلم په ویر او ژړا شو ته رانغلی
خدای دی د لوی قیامت ښکار کړه نـاځوانی
مونږه په هر مرض مو بتلا شو تـــه رانغلی
زه ذبیح الله بــــه د وکړم هر شیکایت الله ته
ورکه شی خوراک دهری بلا شوته رانغلی
زما وړی لیلا ګوناده تــــــوری سترګی سره لاسونه مو سافریکی
ما طالیب جان ته هم نارواده اسکه غاړه جیګه شمله موسافریکی
زما د رنګین اشنا خوښ دی ګلونـــــــــه رنګ په رنګ کی
زما هم قسم ده هروخت به ورته راځمه رنګ په رنګ کی
٢/ ٣ / ١٣٨٩