Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

د پښتنو پښتونستانه

ذبيح الله شريفې

سر او ځــــان د پښتنو يې جان او جــــــانان پښتو نستانه

باغ او باغبان د پښتنو يې ښاېسته ر يګستان پښتو نستانه

هر ډاګ به دې ګلــــــزارکـــــــړو د جګــــــــوغرو وطنـــــــــــــه

ته ګلستان د پښتنو یې دوۍ ستا بلبلان پښتو نستانه

دغــــــــــرو او رغـــــــو ساتونکې د دۍ دا زړه ور پښتانه

نوم او نشان دپښتنو یې غیرتې قهرمان پښتو نستانه

هېڅ کله بــه دې هېـر نکـړو ګلې ګلـــــــــزار وطنــــــــــــــــه

خیال او ارمان د پښتنو یې اتل روښان پښتو نستانه

ستا د بيلتون زندان کې ياغي باغي شول پښتانـــــــــه

هر درمان د پښتنو يې دوۍ ستا مجنو نان پښتو نستانه

خدايه ورکـــــه کړۍ هــره تياره د پـښـتنـو له وطنــــــــــــــــه

ګل او ګـلدان د پښتنـو يې په دې جهان پښتو نستانه

بېـرته به د بیا ښکلی جــوړ کـړو لوی افغانستانــــــــــــــه

جـنت نـشان د پښتنو يې جاراو قـربان پښتو نستانه

لویه خدايه په دعا د ذبيح الله بیا سره یوځای کړئ پښتانـــــه

عـزت او وجدان د پـښـتنـو يې ګران پښتو نستانه

ذ بيح الله شريفي

١٣٨٩/ ١ /١١