Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

د جنت خاتون

انور شاهين خانخېل

دا يو سلام قبول کړه اے خاتونې د جنت
مېرمن تۀ د کرم يې د بخشش او د رحمت
ټوټه ، د سترګو تور، د زړۀ قرار د پېغمبر يې
بی بی د هغه چا يې چې تاجدار د ولايت
تۀ مور د حسنېنو او د زېنبِ کبری يې
په پاک لمن کښې کړے تا د دوی دے تربيت
جبريل او ملائک واړه د در دې خدمتګار دی
سردار د انبياء به پاڅېدو درته اوچت

چې پټې دې شوې سترګې د بابا له دې جهانه
په تا باندې شروع شول ستمونه د امت ناراضه چې تۀ
چا کړې خداے، رسول يې کړو ناراضه
ؤ ټولو اورېدلے دا حديث له پاک حضرت
دنيا ښځو لپاره يو مثال يې د ژوندون
کاميابې هغه ښځې چې يې خپل کړو ستا سيرت
شاهين څه توښه نۀ لری چې ځان سره يې يوسی
بس تــــــۀ يې شفــــــــــاعت وکــــــــړې په ورځـــــــې د قيـــــامت


د څلورمې خور ٣ نېټه د خداے د ګران رسول (ص) د خوږې لور، د امام الاولياء حضر علی کر الله وجهه د ګرانې مېرمن، د حسنېنو(ع) د مور، د جنت د خاتون او د نړۍ د ښځو د سردارې حضرت فاطمه زهرا سلام الله عليها د رحلت د ورځې په مناسبت