
بيمارې سترګې
پښتو ژباړه: انور شاهين خانخېل
په خــــــال د شونـــــډو دې اے يــــاره
ګرفتــــــار شومه
بيمـــارې ســـترګې مــــــې
ستــــا وليــــدې بيمار شومه
ځــان
مــــې شو هېر د انــــاالحق چغــــــې سُورې
وهـــمه
لکـــــه منصـــــور زۀ
خــــــريـــــدار د ســـــــر د دار شـومه
غـــــم
د جــــــانان يـــــوه لمبـــــه مــــې په بدن پورې
کـــړه
چـــې شــــوم
بېخـــوده مشــــــهور زۀ پـــــه بــــازار شومه
خلاص شپه او ورځ مې
کړئ له مخه مېخـــــانې ورونه
زۀ لـــه جومـــــــات او
مــــــــــدرسې ځيــــــنې بېزار شومه
جامــــــه د
زهـــــــد او د ريـــــا مې لـــــــه بـــــدن لـــرې
کــړه
د
ملنګــــــۍ کنــــــد مـــې راتـــــاؤ کــــړلو هوښيار
شومه
مُــــــلا د
کلــــــی پـــــــه وعظـــــونــــــو پرېشان کـــړمـــه
زۀ
د شـــــــرابی
رنــــــد لـــــــه يـــــــو دمـــــه منت بـــــــار
شومه
اوس مــې لــــږ
پرېږدئ چې هغـــه صنمــکده يـــاده کـــړم
د
مېــکــــدې صـــــنم لــــــــــه لاســــــــــه رابېـــــــدار شـومـه
د د غبرګولی د
مياشتې ١٤ نېټه ( د جون ٤ نبټه ) د نړۍ د ستر دينی عالم ،عارف او د اسلامی انقلاب
بنسټ اېښودونکی حضرت امام خمېنی (رح) د وفات د کليزې په مناسبت د هغۀ د يو عرفانی
غزل پښتو منظومه ژباړه