Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

اختر مبارکئ

فېروز خان افريدي

مبارک د شه  جانانه دا  اختر
خدائ د راولی وختونه بختور

په دنیا د خوشحالی او امن راشی
د پښتون کور د اباد شی لر و بر

د پښتون وطن جنت په دنیا ښکلې
کاڼی بوټی ئی لعلونه او سرۀ زر

که یو ځلې خپلواکی   دپښتون را شی
په جهان به ځان ښکاری کړی لکه نمر

د فیروز د زړۀ ارمان د خدائ پوره کړی
بس چه امن شی نصیب د هر بشر