
ډاکټر تکل عبدالرحيم زئي
ځار دې شم خېبره خړه خاوره پښتنه لرې
دا رواج پښتو دی ننواتې او ناغه لرې
ستا په هسکو غرونو کې دهسکو شملې هسکې دي
دا صفت دې ګوره پخپل کور کې چې جرګه لرې
مينه د خاطر ګوره په تا کې ټوکېدلې ده
بيا چې دحمزه غوندې بشر لرې شمله لرې
ستا جذبه تر اوسه د غليم په مغزو راج کوي
تاريخ هره ورقه څه ښکلې کارنامه لرې
ستا هر يو بچي د خپل نيکه لاره نيولې ده
ياد به شې او ښاد به شې،ته خوی شاعرانه لرې
څومره به دې وستايي تکل په خپل اشعارو کې
ستا صفت کله خلاصېږي کاڼې دُردانه لرې
کابل، افغانستان