رفيق شينوارے
صابرشاه صابر
لکه
يوخيال ديوشاعر په تصور راخورشى
دګلابونو له غندلو خراجونه واخلى
لکه يواه دکوم ((ارژنګ ))دبرج په نوکه راشى
دشفقونو داورونو نه رنګونه واخلى
ترکى خطا شى د((خطا)) په پيمانه دحسن
ډيوې په غلاغلاترې دستورو قيمتونه واخلى
يايو بدرۍ دکوم ملوک دژوند په دشته راشى
او دسپرلو چينې لۀ سپورو شګو وخوټکيږى
دبر او برخې په کنډروئې نمرڅيره وکړى
خاورې کونجکې ئې ياقوت ياقوت شى وپړقيږى
د دورهر((تان سين)) ئې پښوکښې خړې شونډې کښيږدى
دزمانې هريو (( ناشاد)) ئې مخکښې وريږديږى
داسې يوستورے مې رابره شو دژوند په افق
چې ئې رڼا رڼا دژوند هريوګټ پيرکړوراله
زماعظمت ئې دژوندون په نوى راګ کښې ځائې کړو
اودوجود دهريو سازعمر ئې ډيرکړوراله
خوماپه خدائيګوهډوسم لا پيژندلے نۀ ؤ
چې دبيلتون لوئى تربان لۀ ستونى تيرکړوراله