| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

د فلسطين ژړا

انور شاهين خانخېل

په فلسطين کې کونډې رنډې يتيمان ژاړی
د اسرائيلو په ستم ټول مظلومان ژاړی
په فلسطين کې قتل عام د مظلومانو جوړ دے
هر خوا غوغا ده ګل په شانې ماشومان ژاړی

يو خوا ته ټينک، توپې، جيازونه او مشين چليږی
بل خوا بې وس کاڼی په لاس تنکی ځلميان ژاړی
سينې غلبېل،کورونه وران، پټی ويجاړ پراته دی
په دې وحشت د صهيونېسټو ټول جهان ژاړی

ولې اودۀ دی ضميرونه غېرتونه مړۀ شول
لارو کوڅو کې نن سرتور سرې زنان ژاړی
وړومبۍ قبله کې نن فوځونه د کافرو ګرځی
د قدس شريف زمکه په چغو له خفګان ژاړی

اے بې غېرت حکمرانانو امريکې ملګرو
ستاسو ښکاره منافقت باندې انسان ژاړی
مسلمه پاڅه د اسلام عزت، ناموس وګټه
په خاموشۍ باندې دې نن زمکه اسمان ژاړی

که معرکه دې د خېبر مسلمه بيا تازه کړه
د ذوالفقار پړق ته به بيا ټول يهوديان ژاړی
چې ظالمان شی خوار، ذليل او مظومان غالب شی
شــــاهين يــــــــــو داســـــې انقـــــــلاب تــــــــه پــــــــه ارمـــــــان ژاړی

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate