Khyber.ORG

Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles |
| Culture | History | Language | People | Sites & Sounds | Tribes |
| Pictures | Music | Videos | Betak | Directory |

يار حسېن ساحل

د هغوئ کتاب ((د ساحل چپې)) نه ماخوز


څو په ساحل که زۀ ساحل کړم ننداره دچپو
دزړۀ ديادنه خوچې بياهم خيبر پاتې نه شو


لوړې حوصلې لرومونږيودلاور زلمى
مونږ يو دخيبرزلمى مونږيودخيبر زلمى
نه خوف وخطر لروخوئې دسمندر لرو
نوم دے قبائيل زمونږ وروڼه لروبر لرو


مونږ يوددنياسره وړاندې مخ په برزلمى
مونږيودخيبرزلمى مونږ يودخيبر زلمى


درددهجرچې په تن دے غرونه غرونه
غم ديارمې په بدن دے غرونه غرونه
زۀ ساحل په اپريدو کښې ذخه خيل يم
خړخيبرزما وطن دے غرونه غرونه


په خيبر دادب لرى بنياد
شاعران مې دى ګلونه دهيواد
چې غزل ته ئې يونوى عطاکړو
هم باباشته دغزل حمزه استاذ


که خسرو که سيدان که غلام شاه ؤ
په دې سيمه کښې دادرې واړه دى زباد


ښکلے چې خندل کوى ښائسته ښائسته
څه دزړو نووړل کوى ښائسته ښائسته
زړۀ دساحل يوسى څۀ په نازادا
کله چې رټل کوىښائسته ښائسته


روغ چې وى نوژوند له دنيائې غمونه کړى
چرته په دنياکښې ليونى غمونه کړى
نشته په خيبرکښې ستادغم چرته همدرد
چرته اوس ساحله څوک پردى غمونه کړى


G o o g l e
Khyber

hozhbar

scn logo
Sarhad Conservation
Network (SCN) Pakistan

Affiliates

khyberwatch
pashto.org musafar
toolandai
watan afghanistan