Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

سليم خټک


په ګډا مې هر ويښته شى چې ساز اورم
له ګوګل مې زړۀ بهر شى چې ساز اورم
وى په سازکښې څومره سوز سليم خټکه
ټول بدن مې سره لمبه شى چې ساز اورم


ليکوالان ټول لکه ستورى داسمان دى
بيدار کړى ئې چې ټول نن انسانان دى
دلاچۍ هريوليکوال په پرمختګ دے
که سحر، اعجاز ،رهبر اونورکسان دى
زۀ اشرف دحق ګوئيانو مدد ګيريم
په ناحقه چې څوک ځى اشيطانان دى


هيڅ ګزار چې داغيار پرې اثرنه که
په سينه کښې داسې زړۀ لکه فولاد را


هغه اشارې هغه غمزې کوى
هغسې تشهير لرى په سترګو کښې
زړۀ ئې زما بيا جوړې کعبه کړلو
څنګه خوږتطهير لرى په سترګوکښې


زما زړۀ ديوشهيد ارمان مزار دے
ځى راځى ستاديادونو قافلې دى


سليم خټک په لاچۍ مينه کوى
چې له ښاغليو ليونو ډکه ده