Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

رحمان بابا


بې خيرى مې کل په خير باندې شميرلې
دزمرى په خلۀ کښې ناست يم فراغته
مړ بهتر دے ترهغه چې څوک بې پت وى
په يارۍ کښې دې څوک نۀ کاخداې بې پته
د استى چې په اور سوزى مراد ئې داوى
زۀ په اور کښې سوے ښۀ يم،نۀ بې پته
خداې هاله دسړى ياد شى، چې دردمند شى
کمه نۀ ده دردمندى له عبادته


دعاشق خاطر له غيرو پاکيزه وى
ددرياب په مخکښې نۀ وى نجاست


لکه ونه مستقيم په خپل مکان يم
کۀ خزان راباندې راشى کۀ بهار


چې له څنګه مې دلبر په لاس کښې جام دے
نن اورنګ دزمانې زما غلام دے


زۀ عاشق يم سروکار مې دے له عشقه
نۀ خليل نۀ داؤدزے يم، نۀ مومند


نۀ شى دخانانو ملنګانو سره کلى
چرته عزيزخان چرته ملنګ عبدالرحمان


مقتولان ستاد غمزودى لا له نۀ دى
چې په سرۀ کفن له خاورو رابيرون دى