ميرزا خان انصاري
بايزيد انصاري
پير روښان
په جهان کښې څه
رانغلل په نظر
چې د حق د ښکلي ذات نه وي مظهر
د درياب اوبه مې وليدې په کب کښې
د کبانو په درياب کښې دې ګزر
په هر لوري چې نه
واړوي خپل مخ
وبه نه وينې بې ياره د بل مخ
مخ د يار مې دې ورېت نه دې پنهان
څوک چې ړوند نه وي د خپل زړه په چشمان
چې خبر نه وي له
علمه د نبي ص
ته هر ګز متابعت مه کړه د ده
خو، به هيڅ پوهه حاصله له ده نکړې
کوم اوده دې پاڅولې بل اوده
پيران هغه چې
پخپلو مريدانو
چې سختي د رياضت کاندي اختياره
چې له غېر الله نه وژغوري مريد خپل
په طرف د حق ور وښې چې لاره
دين ئې نشته له ما
واوره د هغه
چې د پير نه چا سبق نه واخيستۀ
چې د لارې طريقې ې رهبر نه وي
دې ګمراه دې او انجام ئې غرقېده
په هر کار کښې چې
صفت د معبود نه وي
په هغه کښې به مېوه د مقصود نه وي
د بنده اعمال په شرک سره ککړ وي
شرک په فعل د معبود کښې موجود نه وي
هر يو شې ئې مست
په ذکر په ثنا دې
هغه زړه ور باندې پوئ دې چې دانا دې
بلبل نه دې په ګلشن چې ثنا خوان دې
هر ازغې ئې په تسبيح سره ګويان دې
که رموز د معرفت
له حاله وکړم
هغه تېر ګناه به مدح د منصور شي
چې د تن له فاني
خويه ځان اني که
واصلان به ورته ووائي معزوره
زه د دروېزه غوندې
اسلام ښيم وده ته
دې د پير روښان غوندې د کفر کا تلقين