د هغوئ کتاب للمى ګلونه دکاڼى اوبۀ نه ماخوز
زۀ دوطن هر يو پريوتے ديوال داسې ګڼم
لکه چې ماته دزلمى ورور جنازه پرته وى
خپل سرنوشت او عاقبت ته چې نظر وکړمه
لکه په دشته کښې چې بې شپونه رمه پرته وى
پينڅې دې جګې کړه آقا چيرته په وينو نشى
پاتې ژوندې دسره ځار کړه چې تۀ ئې اوکنه.
ښکاريږى داچې دمظلوم وينې بلا خوند کوى
ځان پرې نشه خُمار خُمار کړه چې تۀ ئې او کنه،
مونږ هر سپرلى سره قدم په صداقت ايښے دے
هرې ټپې ته دسپرلى مو يکه زار کړيدے
يوه ګيله لرم سپرليه دسپرليو په نوم
دې هر سپرلى په مونږ دوروستو نه ګذار کړيدے
پښتو په خاورو پريوته پښتون ذره ذره شو
څوک نن ددوى دلاسه څوک پرون ذره ذره شو
دا مۀ وايئ چې مونږه هم دمينې پتنګان يو
فرهاد په وينو سور شواو مجنون ذره ذره شو
په سر مې کينږدئ لاسونه راته وبه ژاړې
که درته ووايم حالونه راته وبه ژاړې
تۀ د مکتب بکسه په شازۀ هم بکسه ګرځوم
پالش کوم پردى بوټونه راته وبۀ ژاړې