Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

خوشحال خان خټک


نۀ به زما غوندې بل ننګيالے راشى
نۀ به زما غوندې بل توريالے راشى
خټک خو پريږده په درست افغان کښې
عجب کۀ هسې فرهنګيالے راشى


په بل ځاې مې پيرزو نۀ ئې د يار غمه
تۀ زما د زړۀ دمات کودى ريحان ئې


دخوشحال قدر کۀ اوس په دنيا نشته
پس له مرګه به ئې يادکه ډير عالم


مردى دې هيڅ ده، چې په زړۀ شيرنه ئې
څۀ خو وشو کۀ زړور ډير نۀ ئې
ترسره،چې تير شى ويره هيڅ نۀ وى
ويره دې هومره ده چې ترسر تيرنۀ شى
سربازى ياد پتنګ ياد عاشق ده
ياقسمت دمجاهد يا دسپاهى شو


رحمت په اکوړى ښه چې ئې ونيوه سرائې
چې ښه فهم په وکړى باور وکړه ځاى دې ځائى
پرې لازه لويه لار د هندوستان او خراسان ده
ګذرئې د اټک دے چې ترې ترس کاشاه ګدائى
هر فيض دے د جهان څه چې ياديږى پرې را درومى
که ملک ئې بارانى دے څه بهار لرى هائى هائى

((کليات خوشحال خان خټک شير شاه ترخوى))


د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم
اورئې پورې په منصب په نوکرۍ ښه
چې تر فهم وتر نظر د مغل کلک يم
که وګره د پټو شته په شړومبو سپينه
دمغلو پولاو پاتې ډير په ډک يم


که با هيچ نه داشت کشتى مګير
ريبى فرستش که طاعت کند کنه


افرين دمير جمله په زويه باندې
چې نن دے دې مير بخشې په استقلال
که هزار تورې جمدر غشې وريږې
ده نيولے دې زما په سر خپل ډال


چې دانا ترنادان لاوژنې بتر
مګر نه دې داژوندون څه معتبر


مستجاب مهمند که چرګه دمغل ده
زه خوشحال خټک خو باز يم ځاي مې غر


ګفتم که مغل شوم به شمشير زدن
افغان راکه بس بريدم ګردن
اخر نه شدم مغل همان افغان ام
هيف است نه کس کوشش بيجا کردن


افريدوشنوارو يوپه ولجه کښې زړه خوشحال کړ
ايمل خان مومندپه ننګ په ولجه دواړه
دخوشحال خټک په برخه خو يو ننګ دے
تر نظره پورى ئى هيڅ ده دنيا واړه


دعالم ډير خبرې،دجهان تورې لښکرې
زړۀ مې نۀ ښورى له ځاېه غر خو هسې وى کۀ نه


په اختر، په جمعه څۀ غرض زما
زۀ مجنون يم سرنيولے په صحرا
هغه وخت زما اختر، زما جمعه ده
چې ديدار راته ښکاره کادليلى


آزادى تر بادشاهيه لا تيرے کا
چې دبل ترحکم لاندې شى زندان شى


دعاشق خاطر اوخيال لکه درياب دے
چې څپه ئې کله لوړه، کله پسته


نادان په خپلې چارې ښۀ پوهيږى
دا نايان کۀ ئې په چارواندوهيږى
چې نادان ئې په مخ وخورى هاله پوې شى
ګڼه هومره په خبره نۀ ګروهيږى