ته پښتو و اسلام ګنړه دوه ځه وايم
خدائي که هم انسان وې نو پښتون به وې
حمزه! هر څو کۀ آئينه د لطافت وى غزل
ستا به جوهر دسخن دا وى چې ساده کړه ژبه
حمزه سفر که د حجاز وۍ نو هم
ځه د پښتنو د قافلو سره به ځم
حمزه بابا په خپل باره کښې وائي:
دخپله ځانه ځان ته رد يمه زه
دخپل وجود پخپله حد يمه زه
وړاندې چې تير شوم توحيد مې دتوحيد وليدو
هغه الف چې وؤ نقطې وته دمد سره لاړ
زير زبر لکه فتحه او کسره دواړه
چې الف ئى ترېنه ورک الف پيدا شى
څوک پرې پوهيږى نه خو خوند ورکوى
څه عجيبه غوندې خبرې کوم
داسې جامعه نشته چې ورشمه
څه مې چې په زړۀ دى هغه اووايم
خدائيګو په مفهوم دلا اله هله خبره شوم
تاچې يارانه راسره جوړه کړه الحاده
چې ئې اظهار لره الفاظ نۀ موم
خيال ته زما هسې مضمون راغے
کيف دحسن څه درته عيان کړمه همدمه
هيڅ وئيلے نۀ شم کۀ پوهيږم نۀ پوهيږم
باخبره هم چې وينم بې خبر دى
زۀ هم داسې يم خبر چې بې خبر يم
دالهام په کيفيت هله خبرشوم
چې په زړۀ زما نازل شو زما زړۀ
غوږ کړه راته سترګې حمزه هله به ئې واورې تۀ
بې لۀ حرفه صوته وى کلام په هغو سترګو کښې
دهر څيز امتيازى وجود ته ځير شه
بده نۀ وايم کۀ وايم چې احد يم
دمحبت لۀ نازکيو توبه
پاتې پښې ابله فلسفى شوې زما
تش دخرد نه شو ښکاره راته وجود دعلم
علم زما په تجرد کښې دخرد سره لاړ
اوس نه زمانه څوک پيدا نۀ زده دچانه حمزه
چې تنزل مې داحساس داب وجد سره لاړ
عشقه دپوهې نه هم ستا دے اوچت
داسې مقام ته رسيدلے يمه
پاتې لکه ګردش داسمان ليکه
چرته چې اسرار دلامکان ليکم
زۀ دې ګرانه عشقه څه داهسې مجرد کړم
دې جداله ذهنه په کتو کښې زما فکر
يو خاموشه عکس په ملکوت کښې دا جهان دے
نشته دے چې نۀ ښکاريږى شور په آئينه کښې
خالق په حقيقت کښې دزمان او مکان زۀ يم
نقطې راته بريښنا کوى لمحات راته مسکى دى
ښائست مې په ورو ورو په پورتنى عالم خوريږى
بوږ نيږم خو ملک دسماوات راته مسکى دى
تسخير دکائنات چې مقدر زما په نوم ؤ
رازونه داجزاء او کائنات راته مسکى دى
پلار چې زۀ دوخت وم پښتنو ته مې پرې نښوه
برنده زمانه وه خو پښتو ته مې پرې نښوه
ګران ومه څومره چې اسان ليده شوم
څومره چې ګران ومه اسان يمه زه
لوستے دې هر څو کۀ زۀ حمزه يمه
واړوه داپاڼه څه لږ نور يمه
راشه کۀ ځان ګورې اشنا مخ دحمزه ووينه
او تۀ دې پورته کړه نقاب چې زۀ حمزه ووينم
چې ئې اظهار لره الفاظ نۀ مومم
خيال ته زما هسې مضمون راشى
داڅنګه بې وفا شوه پښتنې پس له وعدې
پيغور هم ټيټې نکړې داانګريزې سترګې ستا