پام چې قلم ګورے بائنلۍ فنکارانو دقام
چرته چې هرڅه مړه شى هلته کښې قلم بليږى
داچې دمئينو دديدن وسيله نشى نو
کلے ګودر څه له ګودرله چنارڅه لره
که درقيب په طرف ګورې که زماپه طرف
لږمې په زړۀ باندې لاس کيږده زمازړۀ پريوځى
ساقى يوجام دهغه پيغلې په نوم هم وګرځوؤ
چې محبت ته دميچنې نه وزګاره نشوه
خيردے سرونه به هم وشمارو مونږ
خولږمې پوئى کړه چې منزل په څو دے
هريوشعر نيغ لکه باڼه داشنا
داسې ناياب غوندې غزل په څو دے
دسحر ستوريه ګواه اوسه دريم ګړے ئې تۀ
هغه دغره شاته ليمه کښې دچانم بليږى
دمحرومۍ احساس مې لا ژور شى
بلا يوازې راته ځان ښکاره شى
چرته چې دوه تنه تصوير وباسى
ماووئيل ته مې دغزل پوښتنه
دپښتونخوا دقلندرنه وکړه
هغې بدذوقې وئيل دالاڅوک دے