حاضرينو نه حيا راځې شرميږم
عفو غواړم په همدې ځاې به يې پريږدم
په اخلاص سره لاسونه کړئ راپورته
په زارې په استغفار شې د خدائ لور ته
خدايه ته مو د حسد تسبه سړه کړې
د دې وږو خلکو ته ګيډه مړه کړې
د تيارې د جهالت نه مو بيرون کښې
درد مې بيا مونده د خيال په نندارتون کړې
د نفاق مکروب مو ووژنۍ رګو کښې
خدايه ته په خپل کرم سره مونږ پو کړې
پښتانه د کارخانو ټول خاوندان کړې
شاګردان مې د مکتب ټول استادان کړې
افغانې ساخت ماشينونه راښکاره کړې
ټول جهان مې د کمال په ننداره کړې
السهې ستا د حبيب له بسوکته
د پښتون جنډه دنيا ته نه کړي ښکته
غم زده د زمانې زه ملنګ جان يم
ترقۍ د پښتنو ته په ارمان يم
درويزګر يم په هر در په هر ديارګډ
کشکۍ نه وائ د دۍ د هر په بازار ګډ