Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

امير حمزه شنوارې

پشتونخواه جنازه لاړه

چه غر يو ورته نيولۍ پښتونخواه جنازه لاړه
پښتو ور پسې ژاړۍ دا د چا جنازه لاړه

علم هم په څادر د واؤرو مخ و سر انغښتې
خاموشه شوه د سوات د سر فضا جنازه لاړه

سلګو پسې نيولۍ لوړې څوکې د خيبر دې
د سوزه ملاکنډ کوۍ ژړا جنازه لاړه

چه ناوۍ د پښتو ور نه سر توره شوله پاتې
سيمابه زره چاؤديږۍ د حمزه جنازه لاړه