سر به ښکته چا ته نه کړم په جهان کښۍ
زيږيدلۍ يم لمن د کوهستان کښۍ
هسې رنګه بۍ ايمان دۍ په پښتو کښۍ
لکه څنګه چې پښتو مۍ ده په ايمان کښۍ
لکه غاښۍ د خيبر چې ټينګ ولاړ دۍ
هر غيلم وته ولاړ يم په ميدان کښۍ
څه که خاورې مۍ جثه شوه ستا د لاسه
اسويلۍ وۍ دۍ چه ګرزۍ په اسمان کښۍ
دغه پير د پير ځوئينې به هم تېر شي
اې يوسفه داسې کيږې په کنعان کښې
ما خو مخ د پسرلۍ چرته و نه ليد
چه ستومانه مۍ ښه ځان کړ په خزان کښې
ما د پاره هغه لومۍ د صياد شوې
اميلونه چه په لاس وو د باغوان کښې
په پوکو د دښمنانو به مړه نه شې
د پښتو شمع بليږې په طوفان کښې