Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

سکندر حيات حيات

په سپينه لار وخوړم
دچا ازار وخوړم

ياره راځى اوکنه
ستا انتظار وخوړم

څيرې ګريوان ګرځمه
سترګو ديار وخوړم

هيڅ دم دوانه لرى
دوخت خامار وخوړم

غم دروزګار شومه زۀ
دغې روزګار وخوړم

ګيله اغيار نه نکړم
زۀ خوريبار وخوړم

راځى دکلى ارمان
کوڅو دښار وخوړم