Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

شيخ متو بابا

(688-623 هجرې)

په لويو غرو هم په د ښتو کښۍ
په لوۍ سهار په نيمو شپو کښۍ
په غاړه ږغ او په شپيلکو کښۍ
يا د ويرژلو په شپيلو کښۍ
ټول ستا د ياد نارې سورې دۍ
دا ستا د مينې نندارې دۍ

جنډې زرغون که په بيديا دئ
د بربڼ خوا په خندا دئ
ترنک چې خړ دئ په ژړا دئ
دا ټول اغيز د مينې ستا دئ
ټوله ښکلل دې ستا له لاسه
اې د پاسوالو پاسه پاسه

که لمر روښانه مخ يې سپېن دئ
يا د سپوږميه تندې ورين دئ
که غر دئ ښکلۍ پرتمين دئ
لکه هنداره مخ د سين دئ
ستا د ښکلا دا پلوشه ده
دا يې يوه سپکه ننداره ده

دلته لوۍ غرونه زرغونيږې
د ژوند وږمې پکښې چليږې
بوراوې شاوخواه کړيږې
سترګۍ ليدو ته يې هيښېږې
لويه خاونده ټوله ته يې
تل د نړې په ښکلېده يې

خاونده ښکلې ستا جمال دئ
ښکاره دې لور په لور کمال دئ
که ورځ که شپه که پيړۍ کال دئ
ستا د قدرت کمکۍ مثال دئ
ستا د لورونو يوه رڼا ده
دلته چې جوړه تماشا ده

زړه مې دا ستا د مينې کور دئ
سوی د عشق په سوځند اور دئ
رپ يې و تاته ستا پر لور دئ
بيله دې هېڅ دئ ورک يې پلور دئ
ستا د جمال په ليدو ښاد دئ
که نه وۍ دغه نور برباد دئ

په غرو کښې ستا د عشق شپلکۍ دئ
د دې نړۍ په عشق سمې دئ
که غټ که ووړ که پنډ نرې دئ
ستا د جمال ځرۍ هر شې دئ
چې پر دنيا مۍ سترګۍ پرې سوې
ستا د جمال په نندارې سوې

نه هسک نه مځکه وه تورتم ؤ
تياره خپره وه ټول عدم ؤ
نه د ابليس نه يې ادم ؤ
ستا د جمال سوچه پرتم ؤ
چې سو ښکاره ښکلې دنيا سوه
د پنځ پر لورې يې رڼا سوه

زه چې څرګند پر دې دنيا سوم
د ښکلې مخ په تماشا سوم
ستا پر جمال باندې شيدا سوم
له خپلې سټې را جلا سوم
په ژړا ژاړم چې بيلتون دئ
يمه پردېسې بل مۍ تون دئ

و ګړيو ولۍ متې ژاړې
سورې يې اورې غاړۍ غاړۍ
څه غواړې څه واېي څه باړۍ
خپل تون او کور و کلۍ غواړې
چونې چې بيل سۍ نيمه خوا سې
تل يې د بڼ په لور ژړا سې