وختونو مو بدى ارادې کړلى جانانه
مونږ ماتې سراسر ټولې وعدې کړلې جانانه
زماڅيرى ګريوان ؤ ليونے به ګرځيدمه
په مونږه څه نخرې دى زمانې کړلې جانانه
له ځانه مې ګيله شوه چې ستاکوڅې ته راغلم
ماتا ته به دعا اوتاښيرې کړلې جانانه
څه زړۀ مې غم نرے کړو څه مې اوښکو لوند ګريوان کړو
همدغو رڼو اوښکو موجرګې کړلې جانانه
بيلتون ،رقيب غماز په مونږه داسې لوبې وکړې
همدې درې واړو مونږ باندې نخرې کړلې جانانه
زمونږه پټ رازونونه بيګاه کلے خبر شو
هرچاسهارزمونږدراز قيصې کړلې جانانه
دازړۀ به مې راتنګ شو اوژړا به راته راغله
چې تادانتظار شيبې اوږدې کړلې جانانه
ماويل چې ماذيګر راشه ديدن به سره وکړو
بس تابه راته جوړې څوبانې کړلې جانانه
ماويل جګړې شوې ختمې په وطن کښې ارامى شوه
طوطيانو په چمن کښې چې نغمې کړلې جانانه
په هغې ورځې ګوره حنيفى څومره خوشحال ؤ
خبرې ورسره دې چې خوږې کړلې جانانه