Khyber.ORG

Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles |
| Culture | History | Language | People | Sites & Sounds | Tribes |
| Pictures | Music | Videos | Betak | Directory |

قلندر مومند

تمه دار چې دې د مخ د آب و تاب ېم
سور کافر به يم خفه که په غذب ېم

خپله وينه به له خپلې خاورې زار کړم
حسېني يم خاک ئې په د بو تراب ېم

د رقيب سترګو کښ هسې ازغې کېږم
که هر څو په خندا سر لکه ګلاب ېم

د نا اهلو په لاس راغلمه حزف شوم
جوهريانو ته پارس غوندې ناياب ېم

د رڼا لښکر نه مخکښۍ مخکښۍ درومم
هر اول يمه قاصد د انقلاب ېم

زړه مې اوس هم ستا غم زو ته مقابل دې
لا تر اوس ساته دا ظلم دا ځواب ېم

قلندره! دا دې چا وربل راياد شو
دا ساپند غوندې په بل اور کښ بېتاب ېم

G o o g l e
Khyber

hozhbar

scn logo
Sarhad Conservation
Network (SCN) Pakistan

Affiliates

khyberwatch
pashto.org musafar
toolandai
watan afghanistan